Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

پركالئ په حالت كښې كوي، خاص طور چې كله زمونږ په شُعُور باندې جذبات غالِب شي، ګنې هغه وخت مونږه اوده يُو، څنګه به چې راته په وړوكوالي كښې مور د شودو ګلاس راكړو نو د خوب په حالت كښې به هم زمونږ حَواسو دومره كار كولو چې ګلاس به مو د لاسه نه غورزيدلو، مونږ به د شودو ګلاس سيدها خُلې له وړلو، كله كله به مو [په مُسکا مُسکا] د مور شكريه هم ادا كړه، دغه شان چې كله په مونږه باندې جذبات غالب شي، هٰغه وخت زمونږه شُعُور د جذباتو لاندې راشي، مونږه ټيك سوچ نه شو كولے، د معامَلے په كمزورئ نه شو پوهيدے، ناڅاپه زر غُصَّه كيږو، مَثَلًا څنګه چې څوك كنزلې اوكړي نو د غُصّے نه زمونږ رنګ سور شي، چې كله څه د خوشحالئ زيرے واورو نو د ډيرې خوشحالئ نه مو مخ اوځليږي، ګويا چې مونږه جذباتو نيولي يو او ګرځئ مو. دغه وخت د شُعُور بيدارولو ضرورت دے، كوم شُعُور چې د جذباتو لاندې شوے دے، هغه د جذباتو د لاندې نه راويستل دي.

    اوس په نِيَّت ځان پوهه كړئ! نِيَّت څه دے، كله چې مونږه څه كار كول شروع كوو نو زړه مو هغه كار طرف ته مُتَوَجِّه كيږي، د زړه هغه كار طرف ته د مُتَوَجِّه كيدو نوم نِيَّت دے. د يو كار په باره كښې د نِيَّت كولو د پاره ضروري دي چې مونږه د هغه كار ښه والي او بد والي ته اُوګورو، يو څو سيكنډه سوچ اوكړو چې د دې كار كولو سره ما ته دُنياوي او ديني څومره فائده ده، بيا هغه فائده په زړه كښې حاضريدو سره هغه كار اوکړو. د نِيَّت كولو دغه عمل چې كله يو مسلمان كوي نو د هغه اِيمان دا تقاضا كوي چې هغه د آخرت فائدے ته ترجيح وركوي او د زړه نه هغه طرف مُتَوَجِّه کيږي، دې ته ښه نِيَّت وائي. كه مونږه ښه ښه نِيَّتونه كول خپل معمول جوړ كړو نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم!