Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

      د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا جمله ډيره د كمال ده. كه مونږه په خپل ژوند كښې په دې باندې عمل اوكړو نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د جذباتي فيصلو نه به ډيره حده پورې بچ اوسو.

       په اصل كښې زمونږ جذبات زمونږ د خيالاتو سورے وي، يعنې زمونږ په ذِهن كښې چې څنګه خيالونه راځي، هغه شان هغه خیالات زمونږ جذبات راپاروي. فرض كړئ! د دُنيا په کوم ګوَټ كښې ناست يَو كس مونږ ته كنزلې كوي خو د هغه آواز مونږ ته نه رارسي آيا مونږ ته به غُصَّه راځي؟ نه به راځي. غُصَّه به كله راځي؟ چې كله مونږه د هغه خبرې واورو چې فلانكي ماته كنزلې کړي دي نو په دماغو كښې به مو خيالات پيدا كيږي. او د هغې خيالاتو په نتيجه كښې به جذبات راپاريږي. حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نصيحت كوي، فرمائي: هر مسلمان له پكار دي چې خپل خيالونه د دريو خبرو تابع كړي: (1) زه به د شريعت په حكم عمل كووم (2) د كومو خبرو نه چې شريعت منع كړے يم، د هغې نه به ځان بچ ساتم (3) په تقدير به هميشه راضي اوسم.

 چې كله زمونږه خيالات هر وخت د دې دريو خبرو تابع شي نو د دې په بركت به نوي راتلونکي جذباتي خيالونه پخپله مغلوبه كيږي او مونږ به د جذباتي فيصلو نه محفوظه کيږو. معلومه شوه چې د جذباتي انداز اختيارولو نه او جذباتي فيصلو نه د بچ كيدلو آسان ترينه ذريعه دا ده چې مونږه خپل سوچ بدل كړو. الله پاك دِ د عمل كولو توفيق راكړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم