Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

       * چې كله د كور نه بهَر ته اوځئ نو دا دُعا اولولئ: بِسْمِ اللّٰه تَوَکَّلْتُ عَلَی اﷲِ، لَاحَوْلَ وَلَا قُوَّةَ اِلَّا بِالله‘‘ اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم د دې دُعا په بركت به په هدايت اوسئ، د آفتونو نه به محفوظه اوسئ او د الله پاك مدد به درسره شي  * كور ته د داخليدو دُعا: اَللّٰھُمَّ اِنِّیْ اَسْئَلُکَ خَیْرَ الْمَوْلَجِ وَخَیْرَ الْمَخْرَجِ، بِسْمِ اللّٰہِ وَلَجْنَا،وَبِسْمِ اللّٰہِ خَرَجْنَا، وَعَلَی اللّٰہِ رَبِّنَا تَـوَکَّلْنَا بيا د كور خلقو ته سلام اوكړئ بيا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې سلام عرض كړئ د دې نه پس سُورۀ اِخلاص اولولئ. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! په رزق كښې به مو بركت کيږي او د كورنو جګړو نه به خلاصے در نصيب شي  * خپل كور ته تلو راتلو كښې خپلو مَحارِمو او مُحَرَّماتو (مَثَلًا مور و پلار، خويندو ورونړو، خپلې ښځې او بچو وغيره) ته سلام اوكړئ  * د بِسْمِ الله نه بغير چې څوك كور ته داخل شي نو شيطان ورسره هم داخليږي   * كه داسې كور ته داخل شئ چې څوك پكښې نه وي نو داسې اووائې: اَلسَّلَامُ عَلَیْنَا وَ عَلٰی عِبَادِاللّٰہِ الصّٰلِحِیْنَ فرښتے به د دې سلام جواب وركوي يا داسې اووائې: اَلسَّلَامُ عَلَیْکَ اَیُّھَاالنَّبِیُّ [یعنې اے نبی په تاسو دِ سلامتي وي] ځكه چې د حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رُوح مبارك د مسلمانانو په كورونو كښې تشريف فرما وي  * چې كله د چا كور ته داخليدل غواړئ نو داسې اووائې: اَلسَّلَامُ عَلَیْکُمْ آيا زه دننه درتلے شم؟  * كه د داخليدو اجازت ميلاؤ نه شي نو په خوشحالئ بيرته لاړ شئ د څه مجبورئ په وجه به د كور خلقو اجازت نه وي دركړے  * چې كله د كور دروازه څوك اوډبوي نو سُنَّت دا دي چې د کور کسان تپوس اوكړي: څوك ئے؟ بهَر والا له پكار دي چې خپل نوم اوښائي، د نوم ښودلو په