Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat
ځائے په دې موقع باندې زه يم! دروازه بيرته كړه! وغيره وئيل سُنَّت نه دي * د جواب وركولو نه پس د دروازے نه يو طرف ته اودريږئ چې دروازه بيرته كيدو كښې نظر په كور كښې دننه پرينوځي * د چا كور ته دننه كتل منع دي. د بعضو خلقو د كورونو مخې ته لاندې طرف ته د نورو خلقو كورونه وي، لِهٰذا د كور د دروازے نه بهر كتلو وخت کښې د دې خبرې خيال ساتئ چې د خلقو كورونو ته اُونه ګورئ * كه د چا كور ته لاړ شئ نو د هغې په انتظاماتو اعتراض مه كوئ په دې د كوربه زړه خفه كيدے شي. * بيرته راتللو وخت کښې د كوربه په حق كښې دُعا هم اوكړئ او شُكريه ئې هم ادا كړئ او سلام هم اوكړئ كه د سُنَّتو ډکه کومه رساله درسره وي نو هغه ته ئې په تُحفه كښې پيش كړئ.
مختلف سُنَّتونه او آداب زده كولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 100 صفحو كتاب 550 سُنَّتيں اور آداب واخلئ او اولولئ ئې. د سنَّتو زده كولو يوه ذريعه د دعوتِ اسلامي په قافلو كښې عاشقانِ رسول سره د سُنَّتو ډك سفر هم دے.
الله پاك دِ مونږ ټولو ته د عمل كولو توفيق راكړي. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد