Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat
اَسْتَغْفِرُ اللّٰہ! اَسْتَغْفِرُ اللّٰہ! دا د ابوجهل يوه جذباتي فيصله وه، د هُم دې فيصلے په وجه هغه کافران د بدر ميدان ته اورسيدل او عبرتناك شكست ئې اوخوړو. د دې غلطې او جذباتي فيصلے ذِكر الله پاک اوکړو او مونږ ته ئې حكم اوكړو:
وَ لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ بَطَرًا وَّ رِئَآءَ النَّاسِ (پارہ:10، سورۂ انفال:47)
مفهوم ترجمہ کنز الایمان: او د هغه خلقو په شان مه كيږئ كوم چې د كورونو نه اووتل په لوئې سره او خلقو ته د ښودنې د پاره.
يعنې اے مسلمانانو! تاسو د مكے د كافِرانو په شان په تَكَبُّر او خلقو ته ځان ښودلو والا مه جوړيږئ...!! بلكه پرهيزګاري اختيار كړئ! اِخلاص اختيار كړئ! صرف او صرف د الله پاك د رضا طلب ګار اوسئ!
په آيتِ كريمه كښې د موجود لفظ بَـطَـرًا وضاحت
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا لفظ بَطَرًا ډير قابِلِ غور دے. اِمام راغب اصفهاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې لفظ معنٰى بيانوي، فرمائي: اَلْبَطَرُ دَهَشٌ بطر د مدهوشي د يو كيفيت نوم دے. څنګه مدهوشي؟ یَعْتَرِی الْاِنْسَانَ مِنْ سُوْ ءِ اِحْتِمَالِ النِّعْمَۃِ يعنې هغه مدهوشي كومه چې د نِعمَت په باره كښې په زړه کښې د بد ګمان پخولو په وجه راځي.[1]