Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

    د مثال په طور * يو كس مالدار دے او هغه دا اوګنړي چې زه د مال و دولت په ذريعه هر څه حاصلوے شم * چا ته چې د طاقت نِعمَت حاصل وي، هغه دا اوګنړي چې زه طاقتور يم، په چا كښې هِمَّت شته چې ما ته نقصان را اورسوي؟ يو ذهين طالبِ علم دے، هغه دا ګمان اوكړي چې زه ذهين يم، ما ته سبق يادولو د پاره د محنت ضرورت نشته،

    دغه شان چې كله انسان د نِعمَت مُتَعَلِّق بد ګمان جوړ كړي نو دا ګمان د هغه په شُعور پرده واچوي، هغه وخت په هغه باندې د نشے په شان د مدهوشئ كيفيت راشي، د هغه لاس، ښپے او د بدن ټول اندامونه كار كوي خو د هغه د سوچ او پوهې صلاحيت اُوده شي، هغه په خپل سوچ كښې دا ګنړي چې زه ډيره عقلمندئ سره فيصله كووم خو هغه وخت د هغه په شُعُور او د هغه د سوچ او پوهې په صلاحيت باندې جذبات غالِب شي، او د نِعمَت مُتَعَلِّق د هغه په دې صلاحيتونو باندې د هغه بد ګمان قبضه اوکړي. دا د هغه مدهوشئ كيفيت دے چې په عربئ كښې ورته بَطَر وائي او هم دا هغه كيفيت دے چې د جديد علمِ نَفسيات په رنړا كښې ورته جذباتي کيدل وائي.      

     كُفَّارِ مكه چې د غزوۀ بدر په موقع باندې د بدر ميدان ته د تللو كومه فيصله اوكړه، هغه په هُم دې كيفيت كښې وه، [يعني] هغوئي سره طاقت وو، خلق ورسره زيات وو، په جنګ كښې ماهر وو، مال و دولت ورسره ډير وو، هغوئي د دې ښكاره اسبابو مُتَعَلِّق بد ګمان کښې اخته شو، هغوئي دا ګنړله چې مونږه بهادُر يو او زمونږ سره طاقت هُم دے نو څوك به مونږ ته شكست راكړي، دا هغه بد ګمان وو كوم چې د