Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

مونږه غور اوكړو نو زمونږ پوره ژوند زمونږ د فيصلو نه ترتيب شوے دے. مَثَلًا که تږي شوي يو، اوبه اوس څښل دي که لږ ساعت پس، * دغسې سحر زمونږه سترګې اوغړيدلې، د بسترے نه اوس پاڅيدل دي که دوه منټه پس، يا بيا اوده كيدل دي، دا هم فيصله ده * ناشته اوس كول دي که وروسته، دا هم فيصله ده * مونږه ناست يو، اودريدل دي که نه، دا هم فيصله ده. داسې مونږه په ټوله ورځ كښې د يوے فيصلے نه پس بله فيصله كوو او زمونږ ژوند زمونږ د دې فيصلو نه ترتيب کيږي.

   زمونږ د ژوند ډيرې فيصلے داسې دي كومې چې زمونږه د شخصيت د پيژندګلو سبب جوړيږي، كه مونږه په خپله باره کښې د خپل ځان نه دا تپوس اوكړو چې زه څوك يم؟ د دې سوال جواب به هم زمونږ د فيصلو په بنياد وركولے كيږي. مثلاً په جمات كښې اذان اوشو، اوس مونږ له فيصله كول دي چې لمَانځه له تلل دي که نه، كه مونږه د لمَانځه ادا كولو فيصله اوكړو نو مونږ به لمُونځ ګزاره قرار شو. كه مونږه لمُونځ قضا كړو نو ګنهګار به قرار شو. دغه شان كه چا مونږه يوه څپيړه اووهلو، اوس مونږ له فيصله كول دي چې په بدل كښې دوه څپيړې وهل دي که مُعاف كول دي. كه مونږ ترينه بدله واخلو او هغه دوه څپيړے اووهو نو مونږ به غُصَّه ناك، بے صبره، او په بعضو صورتونو كښې ظَالِم قرار شو او كه مُعاف ئې كړو نو صبر كوونكي، مُعافي كوونكي به قرار شو. معلومه شوه چې زمونږه فيصلے زمونږ شخصيت د پيژندګلو سبب هُم جوړيږي.