ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

ما ته د الله پاك هغه بابركته نوم زده كړئ د كوم نوم په ذريعه چې دُعا اوكړے شي نو الله پاك ئې قبلوي. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: (اے عائشه!) پاڅه! اودس اوكړه! دوه ركعته نفل ادا كړه! بيا دُعا اوكړه چې زه ئې واورم (يعني چې ته څنګه دُعا كوے). حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنها فرمائي: ما هُم داسې اوكړل (يعنې اودس مې اوکړو، دوه رکعته لـمونځ مې ادا کړو)، بيا چې كله د دُعا د پاره كښيناستم نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك په بارګاه كښې دُعا اوكړه: اَللّٰہُمَّ وَفِّقْہَا يعنې يا اِلٰهي! عائشه ته د صحيح دُعا غوښتلو توفيق عطا كړې.

     اُمُّ الْـمُـؤْمِنِیْن، حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنها فرمائي: ما داسې دُعا اوكړه:

            اَللَّهُمَّ اِنِّی اَسْاَلُكَ بِجَمِيعِ اَسْمَائِكَ الْحُسْنَى كُلِّهَا، مَا عَلِمْنَا مِنْهَا وَمَا لَمْ نَعْلَمْ، وَاَسْاَلُكَ بِاسْمِكَ الْعَظِيمِ الْأَعْظَمِ، الْكَبِيرِ الْأَكْبَرِ، وَالَّذِى مَنْ دَعَاكَ بِهِ اَجَبْتَهُ، وَمَنْ سَاَلَكَ بِهِ اَعْطَيْتَهُ

    ترجمه: يا الله پاكه! ستا اَسْمَاءِ حُسْنٰى كوم چې مونږ ته معلوم دي او كوم چې مونږ ته معلوم نه دي، زه ستا د هغه ټولو اَسْمَاءِ حُسْنٰى په وسيله سوال كووم او ستا د هغه اِسمِ اعظَم، اِسمِ اكبَر په ذريعه سُوال كووم چې د كوم نوم په ذريعه دُعا اوكړے شي نو ته ئې قبلوے او ستا نه چې كوم سُوال اوكړے شي ته ئې عطا كوے.

      د  اُمُّ الْـمُـؤْمِنِیْن، حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنها دا ښائسته دُعا ئې چې واوريدله نو د الله پاك  خوږ نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: