ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

اَصَبْتِہْ اَصَبْتِہْ يعنې اے عائشه! تا صحيح دُعا اوغوښتله.[1] 

د څلورم اسمان فرښتے ئې مدد اوكړو

      صحابئ رسول حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِیَ الله عَنهُ  فرمائي: د سُلطانِ دوجهان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو صحابي رَضِیَ الله عَنهُ   چې ډير مُتَّقـي او پرهيزګاره وو، هغوئي رَضِیَ الله عَنهُ  به تجارت كولو او خپل مال به ئې د يو ملك نه بل ملك ته او يو ښار نه بل ښار ته وړلو، يو ځل هغوئي رَضِیَ الله عَنهُ  د تجارت سامان واخستلو، چې كله يو ځنګل ته اورسيدلو نو ناڅاپه د اوسپنې زره اغوستې او توره په لاس يو ډاكو مخے له ورغے، او هغوئي رَضِیَ الله عَنهُ ئې اودرولو، او اوئې وئيل: خپل ټول سامان ما ته حواله كړه او د قتل د پاره تيار شه! دا ئې چې واوريدل نو هغه صحابي رَضِیَ الله عَنهُ اوفرمائيل: تا ته زما مال پكار دے، زما ټول مال واخله او ما پريږده، چې ما قتل کړې نو تا ته به څه فائده حاصله شي؟ ډاكو اووئيل: زه به ستا مال اخلم خو تا به هم ضرور قتل كووم.

      ډاکو دا اُووئيل او د حمله كولو د پاره ورمخكښې شو نو هغه صحابي اوفرمائيل: كه تا ضرور زما د قتل كولو اراده كړي وي نو ما ته لږ مهلت راكړه چې زه د خپل ربّ په بارګاه كښې سجده اوكړم. ډاكو اووئيل: چې څه كوے زر زر ئې اوكړه، زه به تا ضرور قتل كووم. نو هغه صحابي رَضِیَ الله عَنهُ  اودس اوكړو، څلور ركعته نفل ئې ادا كړل، بيا ئې د سجدے په حالت كښې د الله پاك په بارګاه كښې داسې دُعا اوكړه:


 

 



[1]...الاسماءوالصفات، صفحہ:13۔