ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

        یَا وَدُوْدُ! یَا ذَاالْعَرْشِ الْمَجِیْد! یَا فَعَّالُ لِّمَا یُرِیْدُ! اَسْئَلُکَ بِعِزِّکَ الَّذِیْ لَا یُرَامُ وَمُلْکِ الَّذِیْ لَایُضَامُ، بِنُوْرِکَ الَّذِیْ مَلَأَ اَرْکَانَ عَرْشِکَ اَنْ تَکْفِیَنِیْ شَرَّ ھٰذَا اللِّصِّ، یَا مُغِیْثُ اَغِثْنِیْ! یَا مُغِیْثُ اَغِثْنِیْ! یَا مُغِیْثُ اَغِثْنِیْ!

      ترجمه: اے وَدُوده! اے د عرشِ مجيد مالكه! اے هغه ذاته كوم چې هميشه څه غواړي كوي ئې، ستا د عِزَّت څه انتِها نشته، زه تا ته ستا د عِزَّت وسيله پيش كووم، اے د داسې بادشاهئ مالكه! په چا چې څوك زور نه شي راوستے؟ هغه نُور د كوم په ذريعه چې ستا عرش روښانه دے، زه تا ته ستا د هغه نُور وسيله پيش كووم، اے زما ربّه ما د دې ډاكو د شر نه محفوظه كړې. اے مدد كوونکيه، اے مدد كوونکيه، اے مدد كوونکيه.

      هغه صحابي رَضِیَ الله عَنهُ په ډيره عاجزئ و اِنكسارئ درې ځله دغه شان دُعا اوكړه، د دُعا نه لا فارغه شوے نه وو چې ناڅاپه يو صاحِب په اَس سور، نيزه په لاس ظاهِر شو او په يو ګُزار کښې ئې هغه ډاكو قتل كړو. بيا هغه په اس سور كس د صحابي رَضِیَ الله عَنهُ خوا له راغلو. صحابي رَضِیَ الله عَنهُ هغه راتلونكي نه تپوس اوكړو: اے عظيمه انسانه! نن تاسو په دې مُصِيبَت كښې زما مدد اوكړو، تاسو څوك ئې؟ هغه سور كس اووئيل: زه د الله پاك يوه فرښته يم او د څلورم اسمان نه ستا د مدد د پاره راغلے يم.

      صحابيِ رسول حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِیَ الله عَنهُ  فرمائي: څوک چې اودس اوكړي او څلور ركعته نفل ادا كړي بيا د دې كلماتو په ذريعه دُعا اوكړي د كومو كلماتو په ذريعه چې هغه صحابي دُعا غوښتي وه نو د هغه دُعا به قبوله كړے شي.[1]


 

 



[1]...موسوعۃ الامام ابن ابی الدنیا، کتاب:مجابی الدعوۃ، جلد:2، صفحہ:322-323، حدیث:23۔