ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

هر صحابئ نبی! جنتی جنتی           ټولې صحابیاتې هُم! جنّتی جنّتی

څلور یاران د نبی! جنّتی جنّتی         حضرت صِدِّیق هُم! جنّتی جنّتی

او عمر فاروق هُم! جنّتی جنّتی         عثمانِ غنی! جنّتی جنّتی

فاطمه او علی! جنّتی جنّتی             حَسَن او حُسَین هُم! جنّتی جنّتی

والدین د نبی! جنّتی جنّتی              هره زوجۀ نبی! جنّتی جنّتی

حضرتِ معاویه! جنّتی جنّتی            او ابوسُفیان هُم! جنّتی جنّتی

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      اے عاشِقانِ رسول! د صحابۀ كرامو اوچت شان و عظمت اوګورئ چې هغه صحابي د اَسْمَاءِ حُسْنٰى په ذريعه دُعا اوكړه نو د څلورم آسمان فرښته د هغه د مدد د پاره راغله. سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه!

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له پكار دي چې مونږه هم دا عادت جوړ كړو چې كله هم څه مشكل پيښ شي، پريشاني شي، تنګدستي راشي، بيماري راشي، قرض داري وغيره وي نو د الله پاك په بارګاه كښې د هغه د اَسْمَاءِ حُسْنٰى په ذريعه دُعا اوغواړو، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! الله پاك به زمونږه هُم د زړه مرادونه پوره كړي.

د اَسْمَاءِ حُسْنٰى بركتونه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! څنګه چې د اَسْمَاءِ حُسْنٰى په بركت