ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

دُعاګانې قبليږي، دغسې د اَسْمَاءِ حُسْنٰى نور هم بركتونه دي، د مختلفو مسائلو او مشكلاتو وغيره د حل د پاره د اَسْمَاءِ حُسْنٰى وِرد هم كيږي، د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   رساله ”40 رُوحاني علاج‘‘ ده، په دې رساله كښې ئې د اَسْمَاءِ حُسْنٰى اوراد و وظائف ليكلي دي، دغه شان د اَمِیرِ اهلسنّت كتاب ”مَدَني پنج سُورَه“ کښې صفحه 246 نه 259 پورې د 99 اَسْمَاءِ حُسْنٰى آسان او مختصر مختصر اَوراد و وظائف ليكلي شوي دي مَثَلًا * څوك چې د هر لمَانځه نه پس 100 ځله یَا اَللّٰہُ لولي، د هغه باطن به فراخه شي * څوك چې د هر لمَانځه نه پس 7 ځله ھُوَ اللّٰہُ الرَّحِیْم لولي، هغه به د شيطان نه په حفاظت کښې اوسي او د هغه آخره خاتمه به په اِيمان کيږي * كوم غريب كس چې هره ورځ 90 ځله یَا مَلِکُ لولي، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د  غريبئ نه به خلاصے اومومي، دغه شان مختصر مختصر 99 روحاني علاجونه په ”مَدَني پنج سُورَه“ كښې ليك دي. مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه مَدَني پنج سُورَه واخلئ، كور ئې كيږدئ، لولئ ئې او بركتونه حاصل كړئ! الله پاك دِ مونږ ټولو ته توفيق را عطا كړې. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

3۔ د اَسْمَاءِ حُسْنٰى مُتَعَلِّق د حق نه لرې کيدونکي

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د سورۀ اعراف د اَسْمَاءِ حُسْنٰى والا آيتِ كريمه كښې دويم حكم مونږ ته دا راكړے شوے دے: