ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

وَ ذَرُوا الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْۤ اَسْمَآىٕهٖؕ-سَیُجْزَوْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ(۱۸۰)  (پارہ:9،سورۃالاعراف:180)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او پريږده هغه خلق كوم چې د هغه په نومونو كښې د حق نه لرې وځي، نِزدے ده چې هغوئي ته به د هغوئي د اعمالو بدله  وركړے شي.

د آيتِ كريمه د دې حِصّے يو مطلب دا دے چې هغه خلق كوم چې د الله پاك د نومونو په باره كښې د حق نه لرې وځي، د هغوئي ملګرتيا مه كوه! د هغوئي نه لرې اوسه! نِزدے ده چې الله پاك به هغوئي ته د هغوئي د کړو سزا وركوي. [1]

د الله پاك په نومونو كښې اِلحاد څه دے؟

     اے عاشِقانِ رسول! د الله پاك د ښو ښو، ښكلو ښكلو پاكو نومونو په مُعامَله كښې اِلحاد يعنې حق نه د لرې كيدو ډير صورتونه دي مَثَلاً * د الله پاك په شان كښې داسې لفظ وئيل كوم چې د هغه د شان و عظمت لائق نه وي، لكه بعضې كافر الله پاك ته مَعَاذَ الله! اَبٌ (يعنې پلار) وائي، فلسفيان الله پاك ته مَبْدَءِ  فَیْض وائي، دا په اَسْمَاءِ حُسْنٰى كښې اِلحاد [يعڼي د حق نه لرې کيدل] دي * دغه شان هغه الفاظ چې معنٰى ئې صحيح ده خو د الله پاك په شان كښې د هغه الفاظو استعمال بےادبي ده، داسې لفظ د الله پاك په شان كښې استعمالول هم په اَسْمَاءِ حُسْنٰى كښې اِلحاد دے. د مثال په


 

 



[1]...تفسیر بیضاوی، پارہ:9، سورۂ اعراف، زیرِ آیت:180، جلد:4، صفحہ:336۔