ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

طور الله پاك ته خَالِقِ خِنْزِیْر (يعنې خنزير پيدا كولو والا) وئيل. حالانکه يقيناً خنزير الله پاك پيدا كړے دے خو په دې الفاظو سره الله پاك يادول بےادبي ده. * دغه شان هغه الفاظ چې د هغې معانې ښے هم دي او بدې هم دي، د الله پاك په شان كښې د هغه الفاظو استعمال هم منع دے: مثَلاً الله پاك ته شَافِـی  (شِفَا وركولو والا) خو وئيلے شې خو طبيب ورته نه شې وئيلے ځكه چې طبيب پيشه ور ډاكټر ته وائي، ډير خلق الله پاك ته الله میاں وائي، د لفظِ میاں ډيرې معانې دي، د دې يوه معنٰى د ښځې خاوَند هُم ده، په دې وجه الله پاك ته میاں وئيل صحيح نه دي [خير پښتو کښې خو څوک میاں نه وائي خو په اُردُو او د پاک و هِند په بعضو نورو ژبو کښې د دې استعمال شته دے]. [1] په تفسير صِراطُ الجِنان كښې دي: د الله پاك هغه پاك نومونه كوم چې د الله پاك سره خاص دي، هغه مبارك نومونه د مخلوق د پاره استعمالول هم په اِلْحاد فِی الْاَسْماء كښې شامِل دي: لكه د چا رَحمٰن، قُدُّوس، قَدِير وغيره نوم ايښودل.[2]

     نن صبا په مُعاشره كښې د نوم ايښودلو او يو بل ته د آواز کولو په مُعامله كښې د ډىرې بےاحتياطئ نه كار اخستے كيږي. بعضې ناپوهه خلق د علمِ دِين د كمي په وجه د خپلو بچو نوم ” رَحْمٰن “ کيږدي، دا صحيح نه دي، د دې په ځائے عَبْدُ الرَّحمٰن نوم ايښودل پكار دي. دغه شان دا غلط انداز هم ډيره عام دے چې د چا نوم عَبْدُ الرَّحمٰن دے هغه ته صرف د رَحْمٰن په


 

 



[1]...تفسیرِ نعیمی، پارہ:9، سورۂ اعراف، زیرِ آیت:180، جلد:9، صفحہ:388ماخوذاً۔

[2]...تفسیرِ صراط الجنان، پارہ:9، سورۂ اعراف، زیرِ آیت:180، جلد:3، صفحہ:481 ۔