ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

نُوم آواز کوي  دا هم حرام دي، د دې نه بچ كيدل لازِمي دي.[1]

هميشه ياد ساتئ چې د الله پاك ټول نومونه تَوقِیْفِی دي يعنې كوم اسماء چې په قرآنِ كريم كښې راغلي دي، په حديثِ پاك كښې بيان شوي دي، شريعت مُقَرَّر كړي دي، الله پاك په هُم هغه نومونو يادوئ، هيڅ څوك د خپل طرف نه د الله پاك يو نوم هُم نه شي ايښودے. [2]

    الله پاك دِ مونږ ته د علمِ دِين زده كولو او په هغې باندې د عمل كولو توفيق راعطا كړې. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د 99 اَسْمَاءِ حُسْنٰى يادولو فضيلت

    په بُخاري شريف كښې حديثِ پاك دے، خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: اِنَّ لِلّٰہِ تِسْعَۃً وَّ تِسْعِیْنَ اَسْمَآءً مِائَۃً غَیْرَ وَاحِدٍ مَنْ اَحْصَاهَا دَخَلَ الْجَنَّۃَ  بيشكه د الله پاك يو كم سل نومونه دي، چا چې دا ياد كړل، هغه جَنَّت ته داخل شو. [3]

      علمائے كرام فرمائي: د الله پاك ټول اَسْمَاءِ حُسْنٰى 99 نه دي بلکه هغه خو بيشميره دي، په دې حديثِ پاك كښې د الله پاك د هغه 99 اَسْمَاءِ حُسْنٰى


 

 



[1]...تفسیرِ صراط الجنان، پارہ:9، سورۂ اعراف، زیرِ آیت:180، جلد:3، صفحہ:481 ۔

[2]...تفسیرِ نعیمی، پارہ:9، سورۂ اعراف، زیرِ آیت:180، جلد:9، صفحہ:388ماخوذاً۔

[3]...بخاری، کتاب:الشروط، صفحہ:710، حدیث:2736۔