ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

ذِكر دے كوم چې يادول د جَنَّتـي كيدو ذريعه ده. حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك لاندې ليكي: كوم مسلمان چې دا نومونه ياد كړي او هره ورځ د دې وِرد [وظيفه] كوي، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! هغه به د شروع نه جنَّت ته ځي.[1]

سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! څومره ښكلے فضيلت دے...!! تقريباً د قرآنِ كريم د هرې نُسخے په شروع كښې عام طور د الله پاك 99 نومونه ليك وي، د هغې نه ئې يادولے شئ، كه مونږه هره ورځ 10 اَسْمَاءِ حُسْنٰى ياد كړو نو صرف په لسو ورځو كښې به راته پوره ياد شي او که الله پاك اوغواړي نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم د دې په بركت به جنَّت ته داخليدل رانصيب شي.

اَسْمَاءِ حُسْنٰى د معرفتِ اِلٰهي ذريعه ده

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاك د مباركو اَسْمَاءِ حُسْنٰى د بركتونو نه يو بركت دا هم دے چې اَسْمَاءِ حُسْنٰى د الله پاك د معرفت (يعنې پيژندګلو) حاصلولو ذريعه ده. حُجَّۃُ الْاِسْلام امام محمد بن محمد غزالی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په دې دُنيا كښې د الله پاك د معرفت حاصلولو يوه لاره ده او هغه دا ده چې بنده د الله پاك د اَسْمَاءِ حُسْنٰى او د هغه جَلَّ شَانُهٗ د صِفاتو مَعرفت حاصل


 

 



[1]...بخاری، کتاب:الشروط، صفحہ:710، حدیث:2736۔