Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam
كړي. [1] بلكه علمائے كرام فرمائي: الله پاك چې كوم بنده د ولايت د پاره منتَخَب كوي او هغه ته د عِلمِ لَدُنِّـى عطا كولو اراده كوي نو هغه ته د ټولو نه اوَّل د 99 اَسْمَاءِ حُسْنٰى عِلم وركړي.[2]
اِمام ابو قاسِم قُشَيرِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: كوم بنده چې د الله پاك د اَسْمَاءِ حُسْنٰى معرفت حاصل كړي، الله پاك په دُنيا و آخرت كښې د هغه نوم اوځلوي [يعنې روښانه کړي]. [3]
الله پاك دِ مونږ ته هم د خپلو اَسْمَاءِ حُسنیٰ معرفت رانصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د دوو اَسْمَاءِ حُسْنٰى وضاحت
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو!راځئ چې د الله پاك د اَسْمَاءِ حُسْنٰى نه د دوو نومونو د وضاحت اوريدلو سعادت حاصل کړو:
د الله پاك يو ښكلے نوم اَلْحَکِیْمُ
د الله پاك د اَسْمَاءِ حُسنیٰ نه يو پاکيزه نوم اَلْحَکِیْمُ دے، د دې معنٰى ده: هغه