ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

وختي هغه د لمَانځه د پاره رابيدارولو، په خر به ئې اوبه او نور سامان راوړلو، او سپي به ئې د مال اسباب او نورو څيزونو حفاظت كولو. يوه ورځ داسې اوشو چې د هغه بانګي ګيدړ اوخوړو، د كور كسان په دې نقصان ډير خفه شو خو هغه نيك سړي صبر اوكړو، او اوئې وئيل: الله چې څه كوي ښه كوي. يو څو ورځې پس ئې خر شرمښانو مات كړو، د كور خلق ډير خفه شو  خو هغه نيك سړي هم دا اووئيل: الله چې څه كوي ښه كوي. څه ورځي پس سپے ناجوړه شو او هغه هم مړ شو، خو هغه صابر و شاكِر انسان بيا هم هغه الفاظ اووئيل: الله چې څه كوي ښه كوي. څه ورځې پس دُښمنانو د هغه ځنګل په آبادئ باندې د شپے حمله اوكړه، دُښمنانو د ځناورو د آوازونو په ذريعه د خلقو د كورونو ځايونه معلوم كړل، بيا ئې هغه ټول د هغوئي د مال و اسباب سره قيد كړل او ځان سره ئې بوتلل. د هغه نيك سړي په كور کښې يو څاورے هم نه وو چې آواز ئې کړے وے. لِـهٰذا دُښمن ته د شپے په تياره كښې د هغه د كور پته اونه لګيدله او دغه شان د هغه ټول سامان بالكل محفوظه پاتې شو، او د ناڅاپه راتلونكي مصيبت نه هم بچ شو.

معلومه شوه چې د الله پاك په هر كار كښې څه نه څه حِكمت ضرور وي. خو مونږه د هغه په حكمت نه پوهيږو، دا زمونږ د عقل قُصور دے.

بهرحال! د الله پاك په كارونو كښې څه څه حكمتونه دي؟ په هغې