ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

مونږه په خپل ناقِص عقل نه شو پوهيدے. مونږ له پكار دي چې الله پاك اَلْحَکِیْمُ اومنو او په هغه باندې پوخ يقين اوساتو. الله پاك دِ د عمل كولو توفيق راكړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                     صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د نوم مبارك اَلْحَکِیْمُ د معرفت فائدے

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله پاك دِ په مونږ ټولو باندې رحم اوفرمائي، نن صبا خلق ورځ په ورځ د علمِ دِين نه لرې كيږي *خلق ناشُكري كوي * که مسلسل غمونه، پريشانئ، مصيبتونه راشي نو مَعاذَ الله! د الله پاك نه ګيله كوي * په خپل قِسمَت ژاړي * بعض جاهلان خو مَعاذَ الله! په الله پاك باندې اعتراض كوي حالانكه په الله پاك باندې اعتراض كول كفر دے، په الله پاك باندې د اعتراض كولو په وجه بنده د اسلام نه خارج شي [يعنې كافر شي][1] * دغه شان بعضې د عقل نه خلاص خلق داسې هم دي چې مَعاذَ الله! الله پاك له مشورے وركوي، مَثَلًا الله پاك داسې ولے اوكړل؟ دا څيز خو داسې نه وو پكار وغيره وغيره

    (اَسْتَغْفِرُ اللّٰہ! اَسْتَغْفِرُ اللّٰہ!) اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! څومره


 

 



[1]...کفریہ کلمات کے بارے میں سوال جواب، صفحہ:141۔