ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

بركت به په الله پاك باندې د اعتراض كولو نه بچ شو، ځکه چې د چا دا ذِهن جوړ شي چې الله پاك څه كوي په هغې كښې زرګاؤ حكمتونه وي، نو ښكاره خبره ده چې بيا به انسان اعتراض ولے كوي. دغه شان كه مونږه د الله پاك دې مبارك نوم اَلْحَکِیْمُ باندې پوهه شو نو زمونږ د ژوند ډيرې مسئلے به حل شي، مثلاً * د دې نوم اَلْحَکِیْمُ په بركت به صبر كول آسان شي، که څه پريشاني، مصيبَت، درد، غم، بيماري، تنګدستي راشي نو ذِهن به مو جوړ وي چې! الله پاك حكيم دے، ضرور به په دې پريشانئ، مصيبت، غم وغيره كښې د هغه څه نه څه حكمت وي * که غريب سړے يو مالداره كس اوويني نو خفه كيږي دِ نه بلكه خپل دا ذِهن دِ جوړ كړي چې الله پاك دا مالدار جوړ کړے دے، زه ئې غريب جوړ كړے يم، يقيناً په دې كښې به څه حكمت وي* مالدار سړے که يو غريب اووينې نو په تَكَبُّر كښې دِ نه اخته کيږي بلكه يقين دِ ساتي چې الله پاك ما له مال و دولت راكړے دے، او دا ئې غريب جوړ کړے دے، په دې کښې به ضرور څه حكمت وي* څوک چې بےاولاده وي، هغوئي دِ پريشانه كيږي نه، د الله پاك په دې مبارك نوم اَلْحَکِیْمُ باندې دِ يقين اوساتي * څوك چې د محنت باوُجود په امتحان كښې ناكامه شي، هغه دِ خود كُشي نه كوي، د الله پاك په نوم اَلْحَکِیْمُ دِ يقين ساتي. كه مونږه داسې د الله پاك په دې ښكلي نوم اَلْحَکِیْمُ