Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam
باندې پوهه شو او په خپل ژوند كښې ئې نافِذ كړو نو د دې په بركت زمونږ د ژوند ډيرې مسئلے حل كيدے شي.
الله پاك دِ مونږ ټولو ته د اِيمان خوږ والے را نصيب كړي، او د علمِ دِين د دولت نه دِ مونږ ټول مالا مال كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د الله پاک پاکيزه نُوم: اَلْغَنِیُّ
د اللہ پاک په اَسْمَاءِ حُسنیٰ کښې يو پاکیزہ نوم: اَلْغَنِیُّ دے. د دې معنٰی ده: بے نیازه [بے پرواه]. چې هغه د هيڅ چا هُم محتاجه نه وي. ([1]) د اللہ پاک د دې پاکیزہ نوم اَلْغَنِیُّ نه معلومه شوه چې اللہ پاک هغه پاک ذات دے چې ټول د هغه محتاجه دي خو هغه د هيڅ چا مُحتاجه نه دے.
الله تعالٰى ته محتاجه وئيل کُفر دے
افسوس! عِلمِ دِين نه د لرې والي په وجه بعضې نادانه خلق د الله طرف ته د مُحتاجئ نسبت هُم کوي مَثَلًا * که يو نيک کس وفات شي نو وائي: نيکو خلقو ته د الله ضرورت وي [ځکه ئې ځان ته اُوغوښتو] * که وړوکے ماشوم وفات شي نو بعضې تَعزِيَّت کوونکي وائي: ستا د ګُل په شان بچے به د الله پاک پکار وو. ([2]) * دغسې نورې کُفريه کلمات هُم وئيلے کيږي. ياد