Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam
ساتئ الله پاک ته محتاجه [يعنې حاجت مند] وئيل کُفر دے.
الله پاک په قرآن کريم کښې اِرشاد فرمائي:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اَنْتُمُ الْفُقَرَآءُ اِلَى اللّٰهِۚ-وَ اللّٰهُ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ(۱۵) (پارہ:22، سورۂ فاطِر:15)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : اے خلقو! تاسو ټول د الله مُحتاجه ئې او صرف الله بے نيازه دے، په ټولو ستائنو ستائيلے شوے.
اے عاشقانِ رَسُول! د الله پاک په دې پاکيزه نُوم اَلْغَنِیُّ غور اوکړئ، د دې معنٰی، مفهوم په زړه کښې کښينوئ! چې الله پاک بے پرواه دے * څوک چې د ځان ښه ګنړلو په آفت کښې ګرفتار دي * که څوک په خپل عِلم ناز کوي * که څوک په عقل او دانائي ناز کوي * که څوک په خپلو نيکو ناز کوي او د الله پاک بے نيازي ئې هيره کړي وي * که څوک په خپل مال و دولت ناز کوي * که څوک په خپل خاندان کښې ځان د ټولو نه اوچت ګنړي او خپلو خويندو ورونړو او نورو خپلوانو سره تَعَلُّقات پريږدي * که څوک غرور او تَکَبُّر کوي * په خلقو ظُلم کوي * رشوتونه اخلي * ښکاره ګناهونه کوي يا * د خلقو نه په پټه د الله پاک نافرمانئ کوي، دا ټول دِ غور اوکړي چې الله پاک بے نيازه [بے پرواه] دے، هغه که اُوغواړي نو غريب مالدار کړي او مالدار غريب کړي، د کبرژونو کبر په خاورو کښې ګډ کړي،