ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

که رحم اُوفرمائي نو بيشمره ګنهګار جَنَّت ته داخل کړي او که عدل اوکړي نو غټ غټ نيکان به په لړزان شي، هغه مالِک دے د هيڅ چا محتاجه نه دے، ټول د هغه مُحتاجه دي، لِـهٰذا مونږ ته پکار دي چې هر وخت د الله پاک د بے نيازئ نه په ويره کښې اُوسيږو.

فقير ئې اورټو نو پخپله فقير شو

      شيخ سَـعْدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل کوي چې يو نيک سړے وو، هغه له الله پاک ډير مال و دولت هُم ورکړے وو، هغه د مالدارئ سره سره ډير همدرد، نرم زړه لرونکے او سخي هُم وو، د غريبانو فقيرانو مدد کولو باندې به د هغه زړه ډير زيات شحاليدلو، هُم دا وجه وه چې د هغه په دروازه به هر وخت د فقيرانو، غريبانو ګنړه وه، يو ځل د شپې يو فقير د هغه د دروازے مخې ته آواز اوکړو، هغه مالدار سړې خپل يو غلام اوليږو چې لاړ شه او د هغه فقير ضرورت پوره کړه۔ غلام چې دروازه بيرته کړه او څنګه ئې په فقير نظر پريوتو نو د خُلې نه ئې يوه چغه اُووتله او بے اختياره ئې د سترګو نه اُوښکې روانې شوې، غُلام چې [بيرته راغلو او] هغه مالدار سړي خفه اوليدو نو د وجهې تپوس ئې ترينه اوکړو، غلام عرض اوکړو: محترمه! ستاسو غلامئ کښې راتلو نه مخكښې زه د يو مالدار سړي په غُلامئ کښې ووم، هغه هُم ډير مالدار وو، يو ځل د هغه په دروازه يو فقير خيرات اُوغوښتو، هغه مالدار کس د هغه فقير د مدد کولو په ځائے د مال و دولت په نشه کښې هغه فقير ډير ذليله کړو او د غلامانو په ذريعه ئې هغه فقير په دِيکو دِيکو اوشړو. بس د هغه ورځې نه پس د هغه