ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

مالدار سړي بدې ورځې شروع شوے، په لږه موده کښې ئې حال سخت خراب شو، سخته محتاجئ، تنګدستئ او غريبئ کښې اخته شو، خپلوانو او دوستانو ورسره تعلقات پريښودل. اے زما آقا! اوس چې کوم فقير راغلے وو، دا هُم هغه زما پخوانے مالِک وو، ما چې د هغه دا حالت اوليدو نو د خُلې نه مې چغه اوختله او د سترګو مې اوښکې روانې شوې. د غلام دا ټولې خبرې ئې چې واوريدلې نو هغه نيک مالدار سړي اُووئيل: آيا زه تا ته د دې نه هُم زياته د حيرانتيا خبره اُونکړم۔۔۔۔! هغه فقير چې ستا پخواني مالک په ديکو ديکو شړلے وو، هغه فقير بل څوک نه وو بلکه زه ووم، نن اوګوره! چې وخت حالات څومره بدل کړل چې قدرت هغه راوستو او زما دروازے ته ئې خيرات غوښتلو د پاره اُودرولو. ([1])  

د الله پاک د پټ تدبِير نه اُويَريږئ

      اے عاشقانِ رَسُول! د الله پاک په دې پاکيزه نُوم اَلْغَنِیُّ باندې غور اوکړئ! په دې کښې د خوفِ خُدا درس هُم دے، الله پاک بے نيازه دے، که هغه اوغواړي نو زمونږه يوه نيکي به په خپله بارګاه کښې قبوله کړي او بيړئ به مو پورې وځي، او که الله پاک اُوغواړي نو صرف په يوه ګُناه به مو اونيسي او د جَهنَّم حقدار به مو اوګرځوي، بس مونږ ته هر وخت د الله پاک د پټ تدبير نه ويريدل پکار دي، الله پاک ډير بے نيازه دے، که چا ته د لـمونځونو توفيق نصيب شو نو هُم د هغه له طرفه دے، که د روژو نيولو توفيق ورنصيب شو نو


 

 



[1]...بُوستانِ سعدی، باب دُوُم، صفحہ:80۔