ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

هُم د هغه له طرفه دے، که دا لـمونځونه او روژے قبولې نه شوې نو زمونږ به څه حال وي؟ ځکه هر وخت عاجزي اختيارول پکار دي، الله پاک نه د هغه د رحمت سوال کول پکار دي، الله پاک دِ د خپل رحمت په خاطر، د خپل خوږ محبوب رَحْمَةُ الِّلْعٰلَمِیْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خاطر زمونږه دُنیا ھم ښائسته کړي او زمونږ آخرت دِ هُم ښائسته کړي. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      اے عاشقانِ رَسُول! مونږه د الله پاک د 99  اَسْمَاءِ حُسنیٰ نه صرف د دوہ اَسْمَاءِ حُسنیٰ مختصر شان وضاحت واوریدو. سوچ اوکړئ چې په دې پاکيزه اَسْمَاءِ حُسنیٰ کښې د علم و حکمت څنګه څنګه بے بها ملغلرې پټې دي، که مونږه 99 اَسْمَاءِ حُسنیٰ ياد کړو، د هغې په معنو ځان پوهه کړو، د هغې د معرفت حاصلولو کوشش اوکړو نو څومره برکتونه به رانصيب شي؟ لِـهٰذا مونږ ته پکار ده چې اَسْمَاءِ حُسنیٰ ياد کړو او د دې عِلم هُم زده کړو. البته دا خيال ساتئ چې د الله پاک په اَسْمَاءِ حُسنیٰ کښې د الله پاک د ذات او صفاتو بيان دے او د دې تَعَلُّق د عقائدو سره دے، لِـهٰذا د کوم ماهر عاشقِ رَسُول عالِـمِ دِين نه اَسْمَاءِ حُسنیٰ زده کول پکار دي، په خپله اندازه باندې زده کول، هسې د يو او بل نه اوريدلو خبرو باندې عمل کول خطرناک کيدے شي. الله پاک دِ مونږ ته د عِلمِ دِين نُور عطا کړي او د عمل توفيق دِ هُم رانصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم