Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam
دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.
يو ځل يو صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ د الله پاك په بارګاه كښې دُعا كوله، هغوئي الله پاك داسې ياد کړو: يَا اللهُ! يا رحمٰنُ! ابُوجهل كافِر چې دا واوريدل نو د خپلې بے وقوفئ او جهالت په وجه ئې اُووئيل: د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) دعوٰى خو دا ده چې هغه د يو خُدائے عبادت كوي، حالانكه دا (د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كلمه لوستونكے او د هغوئي صحابي) دوه خدايان يعنې يو الله او بل رحمٰن يادوي....!!
د ابُوجهل د دې بے وقوفئ او جهالت په رَدّ كښې الله پاك د سيپارۀ 9، سورۀ اعراف آيت: 180 نازل كړو،[1] ارشاد دے:
وَ لِلّٰهِ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰى فَادْعُوْهُ بِهَا۪-وَ ذَرُوا الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْۤ اَسْمَآىٕهٖؕ-سَیُجْزَوْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ(۱۸۰)
(پارہ:9،سورۃالاعراف:180)
مفهوم ترجمہ کنز العرفان: او ډير ښه نومونه هُم د الله دي نو هغه په دې نومونو ياد کړئ. او هغه خلق پريږدئ كوم چې د هغه په نومونو كښې د حق نه لرې كيږي، نزدے به هغوئي ته د هغوئي د اعمالو بدله وركړے شي.
مُفَسِّرينِ كِرام فرمائي: د دې آيتِ كريمه يوه معنٰى دا ده چې هغه ذات