ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

12 ديني کارونو کښې يو دِيني کار: مَدَني قَافِله

اے عاشقانِ رَسُول! نيک جوړيدلو، د ګناهونو نه بچ کيدلو او د دې په ذريعه د الله پاک د مَحبَّت حاصلولو د کوشش کولو د پاره عاشقانِ رَسُول سره په مَدَني قَافِلو کښې سفر کول خپل معمول جوړ کړئ، د دې په بَرَكت به اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم د عاشِقانِ رَسُول صُحبت حاصل کړئ، عِلمِ دِين زده کول به درنصيب شي، د نيکو کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدلو ذِهن به مو جوړ شي او د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې د سُنَّتِ انبيائے کرامو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام يعني د نيکئ دعوت عام کولو موقع به درنصيب شي۔

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه! تبلیغِ دِین د پاره په ټوله دُنيا کښې د سُنتو پیغام عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي بيشميره اسلامي ورونړه په مدني قافلو کښې سَفَر کوي۔ تاسو هُم هِمَّت اوکړئ او د مدني قافلو مُسَافِر جوړ شئ او ډير ډير ثوابونه اُوګټئ! اَلْحَمْدُ لِلّٰه اوس خو موقع هُم ده، په 25 دسمبر هُم سرکاری سطح باندې چھټي وي، او د اتوار په ورځ هُم چهټي وي، ډيره ښه موقع ده، 26،25،24 دسمبر جمعه، هفته، اتوار د 3 ورځو مدني قافله کښې سفر اوکړئ! اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم ډير ډير برکتونه به درنصيب شي. راځئ چې د مَدَني قافلے يو سپرلے واورو.

شرابي، مؤَذِّن جوړ شو

      د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې زه د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول ته راتلو نه مخكښې په ګناهونو کښې اخته ووم، شراب څښل، د مور و پلار