ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

زړه اَزارَوَل او لـمونځونه قضا کول زما معمول وو، يو ځل يو مُبَلِّغِ دعوتِ اسلامي  ما ته مَدَني قَافِله کښې د سفر کولو دعوت راکړو، ما ټال مټول کولو خو هغه هِمَّت اُونه بيلو او مسلسل ئې دعوت راکولو، آخر زه يو ځل د 3 ورځو د مَدَني قافلے مسافر جوړ شوم، د مَدَني قافلے په دوران کښې د نيکئ دعوت او د سُنَّتو ډکو بيانونو اوريدلو موقع په لاس راغله، ورسره ورسره راته د شيخِ طريقت، امِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرتِ علّامه مولانا محمد اِلياس عطَّار قادِري رَضَوِي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه مختلفې رسالے لوستل هُم نصيب شو، بس د دې ټولو څيزونو په ما داسې اثر اوشو چې په زړه کښې مې انقلاب راغلو، ما د ګناهونو نه رښتيني او پخه توبه اوکړه، شراب څښل مې پريښودل، لـمونځونه کول مې شروع کړل او د مور و پلار فرمانبردار جوړ شوم، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د مَدَني قافلے په بَرَكت مې ګِيره پريښوده، د عِمامے شريفې تاج مې په سر کړو، اوس زه په يو جُمات کښې مُـؤَذِّن يم او اَلْحَمْدُ لِلّٰه پينحه وخته لـمونځ جَمعې سره د ادا کولو سعادت حاصلووم۔[1]

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([2])


 

 



[1]...شرابی مؤذن کیسے بنا؟، صفحہ:15۔

[2]… ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣