Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا
جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
د لاس ملاوولو سُنَّتونه او آداب
*فرمانِ آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چې کله دوه مسلمانان د ملاقات په دوران کښې مُصافَحه کوي [يعنې لاسونه ملاو کړي] او يو بل نه د خيريت تپوس کوي نو الله پاک د هغه دواړو په مينځ کښې 100 رحمتونه نازلوي چې په هغې کښې 99 رحمتونه په ګرم جوشئ سره د ملاقات کوونکي او په ښه طريقه د خپل ورور د خيريت تپوس کوونکي د پاره وي. (المُعجَمُ الاوسط للطبرانـى ج٥ ص٣٨٠ حديث ٧٦٧٢)
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! لاس ملاوولو ته په عربئ کښې مُصافَحه وائي * د دوو مسلمانانو د مُلاقات په وخت كښې په دواړو لاسو مُصافَحه كول يعني دواړه لاسونه د يو بل په لاسونو كښې وركول سُنَّت دي. * لاس ملاوولو نه مخكښې سلام اوکړئ * دَ رُخصَت كيدو په وخت كښې هم سلام كوئ او (ورسره ورسره) لاس هم ملاوولے شئ.* چې كله دوه دوستان په خپل مينځ كښې ملاقات كوي او مُصَافَحه كوي او په نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود شريف لوَلي نو د هغه دواړو د جُدا كيدو نه مخكښې مخكښې د دواړو تير شوي او راروان ګناهونه اوبخښلے شي.“ * د لاس ملاوولو په وخت كښې درود شريف لولئ، كه كيدے شي دا دُعا هم لولئ: ”يَغْفِرُ اللهُ لَنَا وَلَكُمْ“ (يعني الله تعالٰى دِ زمونږه او ستاسو بخښنه اوكړي) * دوه مسلمانان چې د