Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam
لاس وركولو په وخت كښې څه دُعا غواړي اِنْ شَــآءالـلّٰـه قَبوله به شي او د لاسونو جدا كيدو نه مخكښې مخكښې به د دواړو بخښنه اوشي. * په خپل مينځ كښې د مُصَافَحه کولو په وجه دُښمني ختميږي. * فرمانِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: كوم مسلمان چې د خپل ورور سره مُصَافَحه اوكړي او د يو په زړه كښې د بل سره عَداوَت [يعني دُښمني] نه وي نو د لاسو جُدا كيدلو نه به مخكښې الله تعالٰى د دواړو تير شوي ګناهونه معاف كړي او څوك چې خپل مسلمان ورور ته د مَحَبَّت نه ډك نظر باندې اوګوري او د هغه په زړه يا سينه كښې دُښمني نه وي نو د نظر اَړَوَلو نه مخكښې مخكښې به د دواړو تير شوي ګناهونه اوبخښلے شي* چې څو ځله ملاقات كيږي هر ځل مُصَافَحه كولے شئ.* د دواړو طرف نه يو يو لاس وركول سُنَّت نه دي، مُصَافَحه په دواړو لاسو كول سُنَّت دي. * بعضې خلق د يو بل د ګوتو سره صرف ګوتې اولګوي دا هُم سُنَّت نه دي.* د لاس وركولو نه پس خپل لاس پخپله ښكُلوَل مكروه دي. خو که د يو بُزُرګ سره مصافحه کولو نه پس ئې د برکت حاصلولو د پاره خپل لاس ښُکل کړو نو کراهت نشته. * د مُصَافَحه كولو سُنَّت دا دي چې په لاس كښې رومال وغيره نه وي، دواړه لاسونه تش وي او ورغوے د ورغوي سره لګيدل پكار دي. ([1])
مختلف سُنَّتونه او آداب زده كولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 100 صفحو كتاب 550