Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam
كوم چې يادولے كيږي يعنې رښتينے خُدائے، حقيقي مالك الله وَحْدَهٗ لَاشَرِيْك صرف يو دے، البته رحمٰن، رحيم، كريم، غَفَّار، سَتَّار وغيره د هُم هغه يو ذات ډير نومونه دي. [1]
لِهٰذا د ابُوجهل دا وئيل چې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي منونكي د يو نه زيات خدايان يادوي، دا د هغه ښكاره جهالت او بے وقوفي ده.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په آيتِ كريمه كښې بيان شوې درې خبرې
اے عاشِقانِ رسول! په دې آيتِ كريمه كښې درې اهمې بنيادي خبرې بيان شوي دي: (1) د الله پاك ډير اَسْمَاءِ حُسْنٰى (يعنې ښه، او ښكلي نومونه) دي (2) مسلمان دِ الله پاك په دې نومونو يادوي (3) كوم خلق چې د الله پاك د نومونو په مُعامَله كښې د حق نه لرې كيږي، هغوئي د سختې سزا او عذاب حقدار جوړيږي. راځئ چې د دې دريو خبرو مختصر وضاحت واورو:
(1) د الله پاك ډير اَسْمَاءِ حُسْنٰى دي
الله پاك فرمائي:
وَ لِلّٰهِ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰى (پارہ:9،سورۃالاعراف:180)
مفهوم ترجمہ کنز العرفان: او ډيرښه نومونه هُم د الله دي.