Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam
امام فخرُ الدين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د آيت د دې حِصّے معنٰى دا ده چې اَسْمَاءِ حُسْنٰى (يعنې ښه نومونه) صرف او صرف د الله پاك دي، د الله پاك نه علاوه كه د بل چا نوم ښه دے، هغه د الله پاك په عطا او د هغه په احسان سره ښه دے. بيا د دې نه دا هُم ثابته شوه چې د الله پاك څومره نومونه دي هغه ټول ښه او ښه دي، يو بد نُوم يا د بدې معنٰی والا کوم نوم نه د الله پاك شته او نه كيدے شي. [1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې آيتِ كريمه كښې الله پاك خپلو پاكو نومونو ته اَسْمَاءِ حُسْنٰى (يعنې ښه نومونه) وئيلي دي، په دې كښې زمونږ د زده كولو يو مدني ګل دا دے چې مونږه هم خپل او د خپلو بچو ښه ښه، ښكلي او ښائسته نومونه كيږدو. عَلَّامه اِبنِ عَرَبـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې كله تاسو ته معلومه شوه چې د الله تعالٰى پاك نومونه ښكلي او ښائسته دي نو بيا تاسو هم خپل نومونه ښه ښه او ښکلي كيږدئ...! [2]
او دا به څنګه كيږي؟ يعني مونږه به خپل او د خپلو بچو نومونه څنګه ښه ښه کيښودے شو؟ عَلَّامه اِبنِ عَرَبـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې دا به داسې كيږي چې تاسو خپل او د خپلو بچو نومونه د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام او اوليائے كرامو عَلَيْهِمُ الرَّحْمَه په نومونه كږدئ! [3]