ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

      په حديثِ پاك كښې دي: د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام په نومونو باندې نوم كږدئ او بيشكه عبدُ الله او عبدُ الرَّحمٰن د الله پاك په نِزد ډير خوښ شوي نومونه دي.[1]

د مُحَمَّد نوم ايښودلو فضيلت

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! نِيَّت اوكړئ، خپل ذِهن جوړ كړئ بلكه دا عادت جوړ كړئ چې كله هم د نوم ايښودلو موقع راشي نو صرف او صرف نِسبَت والا نوم ګږدئ. عبدُ الله، عبدُ الرَّحمٰن، احمد، محمَّد نوم ګږدئ! دغه شان د نورو انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام يا صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضوان او اوليائے كرامو عَلَيْهِمُ الرَّحمه په نومونو نوم ګږدئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دې بركتونه به درنصيب شي. ډير خوش قسمته دے هغه انسان كوم چې د محبوبِ خُدا، سردارِ انبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بابركته نوم باندې نوم كيږدي، حضرت امام حَسَن بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روايت كوي:  په ورځ د قيامت به محمد نوم يو كس د الله پاك په بارګاه كښې پيش كړے شي. الله پاك به هغه ته اوفرمائي: اے بنده! ستا نوم زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نوم دے، د دې باوُجود تا ګناه كوله، آيا ته شرميدلې نه؟ هغه به سرښكته كړي او د خپلو ګناهونو اقرار به اوکړي او عرض به اوكړي چې آؤ زما رَبـه! ما ګناهونه كړي دي، بيا به الله پاك جبريل عَلَيْهِ السَّلام ته اوفرمائي: اے جبرائيل! زما دا بنده د لاسه اونيسه او جنَّت ته ئې بوځه ځكه چې محمَّد نوم والا کس له عذاب وركولو نه ما ته


 

 



[1]...ابوداؤد، کتاب الادب، باب:فی تغییرالاسماء، صفحہ:775، حدیث:4950۔