ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam

رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائى: د دې (اَسْمَاءِ حُسْنٰى) آيتِ كريمه نه مخكښې آيت كښې د مكے د كافِرو ذِكر دے په هغې كښې بيان شوي دي چې د كافِرو سره زړه خو شته دے خو بےكاره دے ځكه چې د زړه نه د الله پاك په نښو غور نه كوي، د كافِرو سترګې شته دے خو بے كاره دي ځكه چې په سترګو د الله پاك د قُدرت نښے نه ويني، د كافِرو غوږونه شته دے خو بے كاره دي ځكه چې د غوږونو په ذريعه د حق، د قرآن او د خوږ نبـي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) خبرې نه اوري، بيا په دې آيتِ كريمه كښې الله پاك مونږ ته حكم راكړے دے چې: اے مسلمانانو! تاسو خپل زړه، سترګې، غوږونه او خپل اندامونه په كار راتلونكي جوړ كړئ! او دا به داسې كيږي چې په زړه كښې د الله پاك ياد قائم کړئ! د الله پاك خوږو خوږو، ښكلو ښكلو، عِزَّت والا نومونو باندې ځان پوهه كړئ! په غوږونو دا نومونه اورئ! او الله پاك په دې نومونو سره يادوئ [يعني د دې پاکيزه نومونو په ذريعه د هغه نه مدد غواړئ]! د دې په بركت به ستاسو اندامونه بےكاره نه پاتې كيږي بلكه كار آمد به شي.[1]

الله پاك د اَسْمَاءِ حُسْنٰى په ذريعه يادوئ!

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله پاك نه د خوږو خوږو، ښكلو ښكلو اَسْمَاءِ حُسْنٰى په ذريعه دُعا غواړئ! * چې كله هم دُعا كوئ نو د اَسْمَاءِ حُسْنٰى په ذريعه الله پاك يادوئ: يا الله! ياربّ! يا رحمٰنُ! يا رحيمُ! ياكريمُ! ياغفَّارُ! يا سَتّارُ وائې * دغه شان چې د الله پاك ذِكر كوئ نو هم د دې اَسْمَاءِ حُسْنٰى په


 

 



[1]...وسائِلِ بخشش، صفحہ:79۔