Book Name:ALLAH Pak Kay Piyaray Naam
ذريعه د الله پاك ذِكر كوئ * د خبرو په دوران چې الله پاك يادوئ نو هم د اَسْمَاءِ حُسْنٰى په ذريعه د الله پاك ذِكر كوئ، [مَثَلًا داسې وائې چې] زمونږ پروردګار رحمٰن دے، رحيم دے، جَوَّاد دے، كريم دے، حليم دے، غفور دے، مجيد دے، سَتَّار دے، رَزَّاق دے، دا ټول د الله پاك اَسْمَاءِ حُسْنٰى دي، چې كله په خپل مينځ كښې خبرې كوئ نو هم په ډير ادب سره د الله پاك ذِكر كوئ مثلاً داسې وائې: الله رحمٰن و رحيم فرمائي، زه د غَفَّار بنده يم، الله پاك تَوَّاب [يعنې توبه قبلوونكے] دے، غرض دا چې كله هم د الله پاك ذِكر كوئ نو د دې اَسْمَاءِ حُسْنٰى په ذريعه الله پاك يادوئ او د هغه ذِكر كوئ.
د اَسْمَاءِ حُسْنٰى په بركت سره دُعا قبليږي
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د الله پاك د اَسْمَاءِ حُسْنٰى په ذريعه چې کومه دُعا اوکړے شي هغه قبليږي، په حديثِ پاك كښې دي، د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د الله پاك 99 نومونه دي، چا چې د دې په ذريعه دُعا اوغوښتله نو الله پاك به د هغه دُعا قبوله كړي.[1]
حضرت عائشه رَضِیَ الله عَنها د اَسْمَاءِ حُسْنٰى په ذريعه دُعا اوکړه
اُمُّ الْـمُـؤْمِنِیْن، حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنها فرمائي: ما د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې عرض اوكړو: يَا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!