Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د تلاوت حق څه دے د دې نور وضاحت کښې عَلَّامه بيضاوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه داسې فرمائي: (2) اَلتَّدَبُّر  فِیْ مَعْنَاہ  (3) وَالْعَمَل بِمُقْتَضَاہُ يعنې څنګه چې د آيت نه معلومه شوه چې ”كامِل اِيمان والا د تلاوت حق ادا كوي‘‘ د دې مطلب دا دے چې هغه خلق د قُرآنِ كريم په معنو كښې غور و فِكر كوي، ځان پرې پوهه كوي او قُرآنِ كريم چې څه فرمائي، د هغې په تقاضو باندې عمل هم كوي.[1] 

      نو دا شو د تلاوتِ قُرآن درې حقوق: (1) قُرآنِ كريم چې څنګه نازل شوے دے، هغه شان لوستل (2) د قُرآنِ كريم په معنو كښې غور و فِكر كول او (3) قُرآنِ كريم چې څه فرمائي، په هغې باندې عمل كول،  كوم خلق چې د دې دريو خبرو خيال ساتلو سره تلاوت كوي، نو هُم دا خلق په اصل كښې قُرآنِ كريم باندې مكمل طور عمل كوونكي دي.

    الله پاك دِ مونږ ټولو ته د دې آدابو او حقوقو ساتلو سره د تلاوت كولو توفيق راعطا كړې. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

قُرآنِ كريم د ”عمل كتاب“ دے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږه يوه مسئله دا ده چې اَوَّل خو د قُرآنِ كريم تلاوت څوك كوي نه، بيا چې کوم خلق تلاوت كوي نو په هغوئي كښې هُم ګنړ شمير خلق هٰغه دي چې صرف د بركت د پاره تلاوت كوي، بعضې خوش قسمته خلق چې سحر وختي دُكان بيرته كوي نو تلاوت كوي چې په كاروبار كښې ئې بركت اوشي، بعضې زنانه په كورونو كښې سحر تلاوت كوي، كه چا ته څه مشكل پيښ شي، څه


 

 



[1]...تفسیر بیضاوی مع حاشیہ شیخ زادہ، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:121۔