Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

پريشاني ورته پيښه شي نو خوش نصيبه دِيني ذِهن لرونكي د مدرسے نه طلباء خپل كور ته راولي او د قُرآنِ كريم ختم كوي، يقيناً دا ښه خبره ده، په دې كښې څه شك نشته چې قُرآنِ كريم ټول بركت بركت دے، قُرآنِ كريم په كور كښې ايښودل بركت دے، قُرآنِ كريم ته كتل بركت دے، په لاس كښې راخستل بركت دے، قُرآنِ كريم لوستل هم بركت دے او په دې باندې ځان پوهه كول هم بركت دے، قُرآنِ كريم  اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! ټول بركت دے، خو دا ياد ساتئ چې قُرآنِ كريم صرف د بركت كتاب نه دے بلكه د عمل كتاب هم دے. د قُرآنِ كريم اصل بَرَكت په دې باندې عمل كولو كښې دے، اوس غور اوكړئ چې يو كس سحر وختي دُكان بيرته كوي نو هلته د بركت د پاره د قُرآنِ كريم تلاوت كوي خو د هغه په کاروبار کښې سُود شامل دے، چې كله سامان خرڅوي نو دروغ وائي، په دروغه قَسَمونه خوري، نو ګورئ! قُرآنِ كريم خو فرمائي چې: په دروغژنو د الله پاك لعنت دے، قُرآنِ كريم خو سُود خورو سره اعلانِ جنګ كوي، نو داسې كس ته به د قُرآنِ كريم نه څنګه بركت نصيب شي....؟

    اے عاشِقانِ رسول! قُرآنِ مجيد د بَرَكت كتاب هم دے، دا د بركت د پاره ضرور اولولئ خو د دې سره سره قُرآنِ مجيد د عمل كتاب هم دے، لِهٰذا په مونږه لازم دي چې مونږه په قُرآنِ مجيد ځان پوهه كړو او عمل پرې اوكړو.

قُرآنِ مجيد نُور دے

      په ديارلسمه سيپاره، سورۀ اِبراهيم، آيت نمبر1 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:

الٓرٰ- كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ لِتُخْرِ جَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَى النُّوْرِ ﳔ   (پارہ13،سورۂ ابراهیم:1)               

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : يو كتاب دے چې مونږه ستا طرف ته نازل كړو چې ته خلق د تِيارو نه رَنړا ته راولې.