Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې آيتِ كريمه غور اوكړئ، چې کله قُرآنِ كريم نه وو نازل شوے، د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نَبُوَّت اعلان نه وو كړے، نو هغه وخت په دُنيا څومره تِيارے خورے وے، د عقائدو، نظرياتو، اخلاقي كردار، او كفر و شِرك تِيارے په ټوله دُنيا خورے وے، انسان چې اشرفُ المَخلوقات دے، ده به په خپلو لاسونو خدايان يعنې بُتان جوړول او د هغوئي عبادت به ئې كولو، چا به لمَر ته سجدے كولې، چا به ونو ته خدائے وئيلو، دا څومره سختې تِيارے وے، انسان د خپل مقام او مرتبے نه خبر نه وو، لونړه به ئې ژوندئ خخولې، بےحىائي عامه وه، په ډيرو ملكونو كښې داسې بےحيائي وه چې د خپلې مور سره به ئې نكاح جائزه ګنړله، يو بل وژل او قتل کول عام وو، غرض: ټوله دُنيا په تِيارو كښې پټه وه، بيا الله پاك په خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې قُرآنِ كريم نازل كړو او د قُرآنِ كريم نازليدلو مقصد ئې بيان كړو، اوئې فرمائيل:   

لِتُخْرِ جَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَى النُّوْرِ ﳔ    (پارہ13،سورۂ ابراهیم:1)     

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : چې ته خلق د تِيارو نه رَنړا ته راولې.

    يعنې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دُنيا په تِيارو كښې پټه ده، مونږه د قُرآنِ كريم نُور په تاسو نازل كړو، تاسو خلقو ته قُرآنِ كريم واوروئ، قُرآنِ كريم ورته زده كړئ، د قُرآنِ كريم تعليمات عام كړئ او خلق د تِيارو نه نُور طرف ته را اوباسئ!

    بيا هُم داسې اوشو: د الله پاك آخري نبـي، رَسُولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خلقو ته قُرآنِ كريم واورولو، د قُرآنِ كريم معانې ئې بيان كړې، د قُرآنِ كريم رازونه ئې د هغوئي زړونو ته كوز كړل، او هم هغه خلق چې د خپل ځان نه كمزوري څيزونه به ئې خپل خدايان ګنړل، هغوئي ئې يو الله ته سجده کوونکي جوړ کړل، كوم خلق چې د