Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

اخلاقياتو په تِيارو كښې ډوب وو، هغوئي ئې د اعلٰى اخلاقو مالكان جوړ كړل، چا به چې خپلې ژوندئ لونړه خخولې هغوئي ئې د لونړو خيال ساتونكي جوړ كړل، د بےحيائې په جوَره كنده كښې غورزيدلي خلق ئې باحيا جوړ كړل، هم د دې قُرآنِ كريم په ذريعه د جهالت او كفر و شرك تِيارے ختمې شوې، د دې قُرآنِ كريم په ذريعه تش د نوم انسان حقيقي انسان جوړ شو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم د دې قُرآنِ كريم تعليمات عام كړل او په ټوله دُنيا ئې نُور خور كړو.

    د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مشر ورور مولانا حَسَن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

کھلی اسلام کی آنکھیں، ہوا سارا جہاں روشن       عرب کے چاند صدقے! کیا ہی کہنا تیری طلعت کا

     وضاحت:  اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! اے د عربو سپوږمئ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو نه قُربان شم، تاسو د نَبُوَّت داسې اعلان اوفرمائيلو چې د اسلام په بركت ټوله دُنيا روښانه شوه.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

قُرآنِ كريم تِيارې لرې كړې!

     يو ځل يو كس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د جهالت په دور كښې (يعنې د قُرآنِ كريم د نُور خوريدلو نه مخكښې) مونږه د شِرك په تِيارو كښې پراته وو، خپل اولاد به مو وژلو، زما يوه خوږه لور وه، چې كله به ما رابلله نو خوشحاليدله به، يوه ورځ ما هغه را اوبلله نو په خوشحالئ خوشحالئ په ما پسے راروانه شوه، مونږه نِزدے د يو كوهي خوا ته اورسيدلو، ما هغه خپله د ګُل په شان لور د لاسه اونيوله او كوهي ته مې غوزار كړه، (آه! زما خوږې لور په ژړا ژړا) پلاره! پلاره! وئيل (او زه د هغه ځائے نه روان شوم) دا درد ناكه