Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

خبره چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واوريدله نو د سترګو مباركو نه ئې اوښكې روانې شوې، بيا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اسلام د جهالت په زمانه كښې شوي ګناهونه ورانوي [يعنې معاف کوي].[1]    

    اے عاشِقانِ رسول! دا د قُرآنِ كريم خور شوے نُور دے....! غور اوكړئ! دُنيا د عقائدو، اخلاقياتو، نظرياتو او بدعملئ په داسې تِيارو كښې وه، د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د قُرآنِ كريم تعليمات عام كړل او داسې نُور ئې خور كړو چې د هغه جهالت د زمانے خلق تر قيامته پورې راتلونكو خلقو د پاره يوه نمونه جوړ شُو.

په مُعاشره كښې خورې شوې تِيارے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس چې مونږه د سورۀ اِبراهيم كوم آيتِ كريمه واوريدلو، په دې كښې د قُرآنِ كريم د نازليدو يو مقصد بيان شو:

لِتُخْرِ جَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَى النُّوْرِ ﳔ     (پارہ13،سورۂ ابراهیم:1)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : چې ته خلق د تِيارو نه رَنړا ته راولې.

د دې نه معلومه شوه چې هغه خبرې كومې چې د قُرآنِ كريم نازليدو نه مخكښې عامې وې او د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قُرآنِ كريم نِظام عام كړو او هغه ئې بدلې كړې، يعنې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دُنيا د كومو څيزونو نه اوويستله هغه ټولې تِيارے وې، او كوم طرف ته ئې چې اوويستله، هغه نُور او نُور دے. مَثَلاً خلق د كفر په ګمراهئ كښې وو، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي اِيمان طرف ته را اوبلل، لِهٰذا كفر تِياره او اِيمان نُور دے. دغه شان نور غور اوكړئ!


 

 



[1]...سنن دارمی، باب:ماکان علیہ الناس قبل مبعث النبی، صفحہ:23، حدیث:2 ملتقطاً۔