Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لمَانځه حكم وركړو، لِهٰذا لمُونځ نُور دے، او لمُونځ نه ادا كول تِياره ده، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رَمَضانُ المُبارَك د روژو نيولو حكم وركړو، لِهٰذا د رَمَضانُ المُبارَك روژے نيول نُور دے، او بے عُذرِ شرعي روژے قضا كول تِياره ده، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُود نه منع فرمائيلي ده، لِهٰذا د سُود نه بچ كيدل نُور دے، او سُودي كاروبار كول تِياره ده، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بےحىائې نه منع فرمائيلي ده، لِهٰذا حيا نُور دے، او بےحىائي تِياره ده، دغه شان هغه ټولې بدئ كومې چې د جهالت د زمانے خلقو كولې، هغه تِيارے دي او قُرآنِ كريم چې د كومو خبرو حكم وركړے دے، هغه ټول نُور او نُور دے.

    اوس كه مونږه په خپله معاشره غور اوكړو نو دا ټول انوار نن کوم دي؟ لمُونځ نُور دے خو لمُونځ كوونكي ډير لږ دي او مسلسل د کميدو په طرف روان دي، د سُود نه بچ كيدل هُم د قرُآنِ كريم حكم دے خو د سُود لعنت رورځ په ورځ زياتيږي، حيا د قرآنِ كريم تعليم دے خو بےحىائي ورځ په ورځ زياتيږي، پاك حلال كاروبار د قُرآنِ كريم تعليم دے خو مونږه په كاروبار كښې هُم ټګي او ناپ تول كښې كمي كوو، ټول ژوند په عبادت كښې تيرول د قُرآنِ كريم تعليم دے خو د عبادت شوق په كميدو دے، مُعاف كول د قُرآنِ كريم تعليم دے خو زمونږ په مُعاشره كښې ورور د ورور سره په جګړه دے، قتل، مړى كول او جنګ جګړے ورځ په ورځ زياتيږي، آه! مسلمانانو د كافرانو د مُعاشرے پيروي شروع كړي ده او په غلطه لار روان شوي دي، ياد ساتئ! كه مونږه ترقي، كاميابي غواړو، مخ په ترقئ تلل غواړو نو د دې صرف او صرف يوه طريقه ده او هغه دا چې مونږه قُرآنِ كريم مضبوط اونيسو، په اخلاص سره په قُرآنِ كريم باندې عمل اوكړو، كه مونږه د دې نه علاوه چرته بل ځائے ترقي لټول غواړو نو د ذِلَّت او رُسوائې نه علاوه به بل هيڅ په لاس رانشي. صحابئ رسول، حضرت عبدُ الله