Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: اِنَّ الْقُرْآنُ شَافِعٌ وَمُشَفَّع قُرآنِ كريم شفاعت كوونكے دے او د دې شفاعت به قبليږي، فَمَنْ جَعَلَہٗ اِمَامَہٗ قَادَہٗ اِلَی الْجَنَّۃِ  څوک چې قُرآنِ كريم خپل اِمام او پيشوا جوړ كړي، قُرآنِ كريم به هغه جنَّت ته بوځي، وَ مَنْ جَعَلَہٗ خَلْفَہٗ سَاقَہٗ اِلَی النَّار او څوك چې قُرآنِ كريم شاته پريږدي، قُرآنِ كريم به هغه دوزخ ته غوزار كړي.[1]

د قُرآن نه سِوا د كاميابئ بله يوه لاره نشته    

      په شپږمه سيپاره، سورۀ مائده، آيت: 68 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:

قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَسْتُمْ عَلٰى شَیْءٍ حَتّٰى تُقِیْمُوا التَّوْرٰىةَ وَ الْاِنْجِیْلَ

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: تاسو اوفرمائې اے كتاب والؤ! تاسو هيڅ هُم نه ئې تر څو پورې چې تاسو قائم نه كړئ توريت او اِنجيل.

      حضرت سُفيان بِن عُيَيْنَه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِلمِ حديث ډير لوئ ماهِر عالِم دے، هغوئي فرمائي: د قُرآنِ كريم دا آيتِ كريمه زما د پاره د ټولو آيتونه نه زيات وزندار دے. [2]  

     مطلب دا دے چې هغه خلق كومو ته چې تورات شريف او اِنجيل شريف وركړے شوے وو، په دې آيتِ كريمه كښې هغوئي ته اوفرمائيل شو چې: اے اهلِ كتابو! تر څو پورې چې تاسو د الله پاك نازل شوے كتاب پوره پوره اُونه منئ، په دې باندې پوره پوره عمل اونكړئ او زمونږ د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كلِمه اونه لولئ، تر هٰغه وخته پورې ستاسو هيڅ حيثِيَّت نشته.

     نو دغه شان مونږه هم كتاب والا يُو، مونږ ته هم الله پاك د قُرآنِ كريم نِعمَت راكړے دے، لِهٰذا تر څو پورې چې مونږه په قُرآنِ كريم باندې پوره پوره عمل


 

 



[1]...مُصَنَّف عَبْدُ الرَّزَاق، باب: تعلیم القران، جلد:3، صفحہ:229، حدیث:6030۔

[2]...بخاری، کتاب التفسیر، باب: سورۃ المائدہ، صفحہ:1143 ۔