Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

اونكړو نو زمونږه هم هيڅ حيثِيَّت او قدر نشته.

     معلومه شوه چې كه مونږه په دُنيا او آخرت كښې خپل څه حيثِيَّت غواړو نو د دې صرف يوه لاره ده، هغه دا چې مونږه په قُرآنِ كريم باندې پوره پوره عمل اوكړو، د دې قُرآنِ كريم په ذريعه الله پاك مونږ ته عِزَّت او وقار عطا كوي، مونږ ته چې ترقي كله نصيب شوي ده، د دې قُرآنِ كريم په ذريعه نصيب شوي ده او تر قيامته پورې چې كله هُم مسلمانان ترقي كوي، هم د دې قُرآنِ كريم په ذريعه به ئې کوي، د دې نه علاه بله يوه لاره نشته.

د ترقئ اصل لاره

    اے عاشِقانِ رسول! نن كه مونږه غور اوكړو نو عام طور خلق په خپل مينځ كښې دا خبرې كوي چې كافرو ترقي اوکړه، سپوږمئ ته اورسيدل وغيره وغيره. كه په حقيقت كښې اوګورئ نو كافرو ترقي نه ده كړي بلكه مونږه وروسته پاتې شوي يو. په دې خبره د پوهيدلو د پاره يو مثال واورئ: يو كس موټر چلوي او بل كس موټر سائيكل، يقيناً د موټر رفتار د موټر سائيكل نه زيات دے نو ځكه به موټر مخكښې كيږي، خو كه موټر والا د 40 په سپيډ روان وي، او موټر سائيكل والا د 80 په سپيډ روان وي نو يقيناً به موټر سائيكل والا د موټر نه مخكښې شي. نو ولے مونږه به ګنې دا وائيو چې موټر سائيكل د موټر نه تيز رفتاره دے؟ نه ...! بلکه مونږ به وائيو چې تيز رفتار خو موټر دے خو موټر والا په خپلو سهولياتو استعمالولو كښې سُستي اوکړه.

     هُم دا حال زمونږه دے، د 100 فيصده يقيني ترقئ او كاميابئ او مخكښې تللو كوم اسباب او ذرائع چې د مسلمانانو سره دي هغه د دُنيا د يو قوم سره هُم نشته خو مسئله دا ده چې مونږه دا ذرائع په غِلاف كښې انغښتي دي او په المَارئ کښې مو سنبال