Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

ساتلي دي. كه مسلمان په صحىح معنو كښې د خپل ژوند نظام د قُرآنِ كريم مطابق جوړ كړي، نو يقين اوكړئ! چې زمونږه مُعاشره په لږو ورځو كښې ترقي كولے شي او دا صرف جذباتي خبرې نه دي بلكه حقيقت دے. د دې صرف يو مِثال واورئ! 

د حضرت عُمر بِن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دورِ خلافت

    اوګورئ! په دې دَور كښې تقريباً هر طرف ته خلق د غريبئ نه پريشانه دي، د دې غريبئ ختمولو د پاره په ډيرو طريقو عمل اوكړے شو، او اوس هُم پرې عمل كيږى، په نُولَّسمه صدئ عيسوئ كښې يعنې د نن نه تقريباً 150 كاله مخكښې په دُنيا كښې ډير انقلابونه راغلي وو، د معيشت ډىر نظامونه مثلاً سوشل اِزم، كميونِزم  وغيره قائم شوي وو او د دې ټولو يوه نعره وه چې: غُربت ختم كړئ! كله به د مزدورانو د حقوقو خبره كيدله، كله به د روټئ او كپړے خبره كيدله، د غريبانو د حقونو په باره کښې خبرې اوشوې، د سرمايه دارئ نِظامونه جوړ شُو او دا ټول نظامونه نن هم د دُنيا په مختلفو ملكونو كښې رائج دي خو افسوس! 150 كاله يا د دې نه زياته موده تيره شوه خو په دې کښې يو نظامِ معيشت هُم تر اوسه پورې غُربت ختم نه كړو بلكه ختمول خو لرې خبره ده اُلټه ورځ په ورځ غريبي د کميدو په ځائے نوره زياتيږي.

     اوس لږ د قُرآنِ كريم د نِظام طرف ته يو نظر اوګورئ! حضرت عُمر بِن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډيره اوچته مرتبه لرونکے او عادل [يعنې انصاف كوونكے] حكمران وو، هغوئي تقريباً ديرش مياشتې يعنې دوه نيم كاله حكومت كړے وو او په دې ديرشو مياشتو كښې ئې په صحىح معنو کښې د قُرآنِ كريم نِظام نافِذ كړے وو، نو بيا چې د دې پاك نظام كوم بركتونه ظاهِر شو په هغې كښې يو دا دے چې د حضرت عُمر بِن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دورِ خلافت كښې زكوٰة وركوونكي خو ډير وو خو زكوٰة اخستلو والا غريب به نه موندلے کيدو. د حضرت عُمر بِن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه