Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

ئې کتل، فرمائي چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيره اوګږده سجده اوكړه تردې چې زه اُويريدم، هسې نه چرته د سجدے په حالت كښې ترينه الله پاك روح مبارك قبضه كړے وي، د دې خيال په راتلو زه ورمخكښې شوم، زما د قدمونو آواز ئې چې واوريدلو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سر مبارك را اوچت كړلو: او تپوس ئې اوكړو: څوك ئې؟ ما عرض اوكړو: حُضُور! عَبْدُالرَّحْمٰن يم.  اوئې فرمائيل: څه كار دے؟ ما عرض اوكړو: يَـا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو دومره اوګږده سجده اوكړه چې زه اُويريدم، هسې نه چې چرته الله پاك د سجدے په حالت كښې ستاسو روح مبارك نه وي قبضه كړے.

      د خپل عاشق د محبت نه ډكه خبره ئې چې واوريدله نو آخري نبـي مُحَمَّدِ عربـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اوګږدے سجدے حكمت بيان كړو، اوئې فرمائيل: ما ته جبريل عَلَيْهِ السَّلام حاضر شو، عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! الله پاك فرمائي: څوك چې په تاسو دُرُودِ پاك اولولي، زه به په هغه رحمتونه نازل كړم، څوك چې په تاسو سلام اوليږي، زه به په هغه باندې سلامتيا نازله كړم. د دې نِعمَت شُكر ادا كولو د پاره ما دومره اوګږده سجده اوكړه.[1]

اَللهُ اَکْبَر! اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! * دُرُودِ پاك څوك وائي؟ اُمَّتـي * رحمت په چا نازليږي؟ په اُمَّتـي باندې * سلام څوك ليږي؟ اُمَّتـي * د الله پاك سلامتيا په چا نازليږي؟ په اُمَّتـي باندې * او سجدۀ شُكر څوك ادا كوي؟ د اُمَّت غم لرونكے، شفاعت كوونكے، د اُمَّت د بخښنې دُعا كوونكے، جنت ته رَسَوُونكے خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم...!

سُبْحٰنَ الله! اندازه اولګوئ! زمونږ خوږ آقا، مكي مَدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل


 

 



[1]...مسندِ اَحْمَد، جلد:1، صفحہ:191، حدیث:1664۔