Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ   (پارہ27،سورۀحديد:15)                    

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: آيا په ايمان والؤ باندې لا هغه وخت نه دے راغلے چې د دوئي زړونه ټِيټ شي د الله د ياد د پاره.

     دا آيت كريمه ئې چې واوريدلو نو د حضرت فُضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حال داسې شو لكه زړه ئې چې په غشي اُووِيشتلے شي، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاك په بارګاه كښې عرض اوكړو چې: اے زما ربه! هغه وخت راغے چې مونږه ستا په لاره روان شو، بيا هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په زوره زوره په ژړا شولو. [1]

     حضرت فُضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې آيت عمل اوکړو، د دې تقاضے ئې پوره كړې، توبه ئې اوكړه، د څومره خلقو مال ئې چې لُوټ كړے وو هغه ئې هغوئي ته بيرته وركړو، علمِ دين ئې حاصل كړو، په عبادت و رياضت كښې مشغول شو، بيا الله پاك هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته داسې مقام او مرتبه عطا كړه چې يو ځل هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مِنٰى شريف كښې په يو غر باندې موجود وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: كه يو وَلِـىُّ الله دې غر ته حكم اوكړي چې اے غره اوګږد شه نو غر به اوګږد شي. هغوئي چې څنګه دا اُووئيل نو فوراً غر په اوګږديدو شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: اے غره! اودريږه ...! ما تا ته حكم نه دے كړے. په دې خبره غر بيرته اودريدلو.[2]

چاہیں تو اشاروں سے اپنے کایا ہی پلٹ دیں دنیا کی

یہ شان ہے اُن کے غلاموں کی، سرکار کا عالم کیا ہو گا

که اُوغواړي نو بدل به کړي حالت د دې دُنيا په اشاره

دا شان د ے د حضور د غلامانو، د حضور به وي څنګ شان


 

 



[1]...تذکرۃ الاولیاء، صفحہ:61

[2]...جامع کرامات اولیاء، صفحہ:664۔