Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

      اے عاشقانِ رسول! تاسو اوليدل! چې په شروع كښې حضرت فُضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف په يو آيت عمل اوکړو، بيا ئې د قرآن و حديث په ټولو تعليماتو عمل اوكړو نو الله پاك څومره اوچته مرتبه وركړه...!

هغوئي په معاشره كښې د مسلمانئ په وجه مُعَزَّزه وو

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا حقيقت دے چې مسلمانانو كله هم د قُرآنِ كريم نه مخ اړولے دے، خوار او ذليله شوي دي، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان، تابعين، بُزُرګانِ دِين، د الله پاك نيك بندګان په قُرآنِ كريم باندې عمل كولو والا وو، قُرآنِ كريم سره به ئې مضبوط تَعَلُّق ساتلو، هغوئي به د خپل ژوند يو يو كار د قُرآن و سُنَّت په رنړا كښې كولو او په هغې باندې به ثابت قدمه اوسيدل، د دې په نتيجه كښې الله پاك هغوئي ته ترقي هم عطا كړې وه، په هغه دَور كښې د هغوئي عِزَّت هم وو، هغوئي ته ترقي هم حاصله وه او په هر ميدان كښې هغوئي ته كاميابي هُم نصيب كيدله. كه مونږه د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان او بُزُرګانِ دينو د ژوند تيرولو طريقو ته اوګورو نو حيران پاتې شُو چې هغوئي د څومره اوچتې مرتبے والا خلق وو، قُرآنِ كريم به چې هغوئي ته څه حكم اوکړو نو هغوئي به په هغې فوراً عمل كولو، د قُرآنِ كريم حكم به چې اوشو نو بيا به هغوئي يو ساعت تاخير كول هُم نه خوښول.

خپل خوښ شوے باغ ئې صدقه كړو

   د بُخاري شريف حديثِ پاك دے: حضرت ابُوطلحه رَضِیَ الله عَنْهُ ډىر مالدار وو، هغوئي ته په خپل مال كښې بَيرُحاء باغ ډير زيات خوښ وو، چې كله دا آيتِ كريمه نازل شو: