Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ الله عَنْهُ حال دا وو چې هغوئي به په دومره ټىټ آواز خبرې كولې چې بعضې وخت به حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د تپوس كولو حاجت پيښ شو چې څه وائې؟[1]

    اے عاشِقانِ رسول! د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ښكلي او ښائسته انداز باندې غور اوكړئ! چې هغه پاكو خلقو به په قُرآنِ كريم باندې څومره په مينه او ثابت قدمئ سره عمل كولو چې څنګه به قُرآني آيت نازل شو، هغه عظيمو خلقو به په هغې باندې فوراً عمل کولو.

د شرابو منګي ئې واړول

    شراب اوَّل حرام نه وو، د عربو خلقو به په ډير شوق سره شراب څښل، صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان به هم د دې عادت لرلو خو چې كله الله پاك شراب حرام كړل او ارشاد اوشو:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّمَا الْخَمْرُ وَ الْمَیْسِرُ وَ الْاَنْصَابُ وَ الْاَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّیْطٰنِ فَاجْتَنِبُوْهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ(۹۰)

(پارہ:7، سورۂ مائدہ:90)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: اے ايمان والؤ! شراب، جواري، بُتان او د قِسمَت معلومولو غشي ناپاكه شيطاني كارونه دي نو د دې نه تل بچ اوسئ چې تاسو كامياب شئ.

    يوه ورځ يو څو صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د حضرت ابُو طلحه رَضِیَ الله عَنْهُ په كور كښې جمع وو او د شرابو جامونه چليدل، حضرت اَنَس بِن مالك رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: ما د شرابو


 

 



[1]...ترمذی، کتاب: التفسیر، باب: سورۃ الحجرات، صفحہ:518، حدیث:3266۔