Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

جامونه ډكول او پيش كول، په دې كښې په كوڅه كښې يو غږ اُوشو: اے خلقو! بيشكه شراب حرام كړے شُو. حضرت اَنَس بِن مالك رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان چې څنګه دا آواز واوريدو نو ما ته ئې اوفرمائيل: اے انَس! دا شراب توئې كړه...!

اَللهُ اَکْبَر! اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! څنګه ښائسته انداز وو؟ څومره كامِل اِطاعت وو چې د شرابو څښلو عادت ئې وو او صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان شراب څښل، په كوڅه كښې صرف اعلان اوشو، په داسې صُورتِ حال كښې انسان د خبر تصديق كوي، ګوري چې دا اعلان كولو والا رښتيا وائي که نه، بعضې وخت ئې په ژبه د حيرانتيا څه الفاظ هُم راشي، په داسې ناڅاپه خبر اوريدلو انسان حيران شي چې ”څنګه! دا د كله واقعه ده“ دا څنګه كيدے شي؟ خو قربان شم د صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان د کمال اطاعت نه چې! حضرت اَنَس بِن مالك رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: چې څنګه په كوڅه كښې اعلان اوشو: صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان دا اونه فرمائيل چې دا د كله واقعه ده، د دې خبرې انتظار ئې هم اونكړو چې د ”خبر تصديق اوشي نو بيا به ئې پريږدو“، نه...! داسې ئې اونکړل، بس هلته په كوڅه كښې اعلان اوشو، او دلته صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د شرابو منګي په كوڅو كښې اوبهيَول. [1]

    دا د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان بهترين او ښكلے انداز دے.....! اندازه اوكړئ چې هٰغه اوچته مرتبه لرونکي خلق په څومره شوق او محبت سره د قُرآنِ كريم سره وابسته وو...! اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ!

وينزه ئې آزاده كړه

     حضرت اِمام زِينُ العابِدين رَضِیَ الله عَنْهُ د اِمام حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُ صاحبزاده دے، يو ځل


 

 



[1]...بخاری، کتاب: التفسیر، صفحہ:1136، حدیث:4617۔