Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

د هغوئي وينزې هغوئي ته د اوداسه اوبه اچولې. (په اوَّل دور كښې به غلامان او وينزې باقاعده خرڅيدلې، د وينزو نه پرده فرض نه وه نو د اِمام زَينُ العابِدِين وينزې هغوئى رَضِیَ الله عَنْهُ ته د اوداسه اوبه اچولې) ناڅاپه د هغې د لاس نه د اوبو لوښے خلاص شو او د حضرت اِمام زِينُ العابِدين رَضِیَ الله عَنْهُ په مخ مبارک ور اوغورزيدو او مخ مبارک ئې زخمي شو. هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ سر اوچت كړو او وينزې ته ئې اوکتل نو وينزې د قُرآنِ كريم د آيت دا حِصَّه اولوستله.

وَ  الْكٰظِمِیْنَ  الْغَیْظَ   (پارہ4،سورۃال عمران:134)                                                    

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او غُصَّه څښونكي.

   (سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! څومره ښكلے دور وو! نن بعضې ايم اے، بى اے او غټو غټو ډګريانو والا، ډاكټران انجينئران هم داسې دي چې هغوئي له قرآنِ مجيد لوستل نه ورځي، د هغه دور وينزو له به هم قرآنِ مجيد لوستل ورتلل او په قرآنِ مجيد باندې به پوهيدلې هم.

      اِمام زَينُ العابِدِين رَضِیَ الله عَنْهُ چې آيت واوريدلو نو اوئې فرمائيل: ما غُصَّه اوڅښله. وينزې د دې آيت دويمه حِصَّه اولوستله:

وَ  الْعَافِیْنَ  عَنِ  النَّاسِؕ-  (پارہ4،سورۃال عمران:134)  

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او خلقو ته مُعافي كولو والا.

      اِمام زَينُ العابِدِين رَضِیَ الله عَنْهُ اوفرمائيل: ما د رضائے اِلٰهي د پاره ته مُعاف كړې. وينزې د دې آيت آخرئ حِصَّه اولوستله:

وَ  اللّٰهُ  یُحِبُّ  الْمُحْسِنِیْنَۚ(۱۳۴)  (پارہ4،سورۃال عمران:134) 

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او نيكان خلق د الله محبوبان دي.

      اِمام زَينُ العابِدِين رَضِیَ الله عَنْهُ اوفرمائيل: ځه لاړه شه! ته د الله پاك د رضا د پاره